تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران حکومت د دغه هېواد د اوسنیو شرایطو له امله او د خلکو د اړتیا وړ اساسي او ضروري توکو د برابرولو په موخه، د ټولو خوراکي او کرنیزو محصولاتو صادرات تر بلې خبرتیا پورې بند کړي دي.
تسنیم په خپل راپور کې لیکلي: «د حکومت د پرېکړې له مخې، د خلکو د اړتیا وړ اساسي، حساسو او ضروري توکو د تأمین لومړیتوب ته په کتو او د هېواد د اوسنیو شرایطو له امله، د ټولو خوراکي او کرنیزو محصولاتو صادرات تر دویمې خبرتیا پورې منع شول.»
سرچینې زیاتوي، حکومت د خوراکي توکو د صادراتو په بندولو سره د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو موضوع لومړیتوب ګرځولې ده.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د امریکا متحدو ایالتونو او اسرائیل د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پر ایران ګډ بریدونه وکړل او په مقابل کې ایران هم په اسرائیل او د امریکا پر پوځي اډو ځینې اهداف په نښه کړل؛ نښتې لا هم روانې دي.
Views: 1