د بادغیس امنیتي چارواکي وایي، د بادغیس – هرات پر لویه لاره د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله نهه کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیقالله صدیقي وایي، دا پېښه نن یکشنبه له غرمې مخکې د «پُشتۀ لامان» په نوم سیمه کې د بادغیس – هرات پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
نوموړي د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
د هغه په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو دقیق شمېر یې نه دی یاد کړی.
هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د بادغیس مرکز قلعهنو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
صدیقي څرګنده کړه چې په یاد موټر کې ۴۴ مسافر سپاره وو او له هرات ښار څخه د قلعهنو پر لور روان و.
Views: 1