د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتنتراټ کاري دوره – چې د ۲۰۲۲م کال په جولای کې پیل شوې وه- پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه د بېسارو خدمتونو، د افغان لوبډلې او افغان کرکټ پرمختګ ته د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او مسلکي چلند ستاینه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د هغه د روزنې پر مهال افغان لوبډلې سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې او هېواد ته یې ګڼ شمېر ویاړونه راوړل.
Views: 2