د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزلینډ ته وبایلله.
نننۍ لوبه د هند په چینای ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې ګلبدین نایب ۶۳، صدیقالله اتل ۲۹، رحمنالله ګربز ۲۷ او دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې.
د نیوزلینډ لوبډلې ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغانستان ته یې د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
په دې لوبه کې مجیبالرحمن دوه، راشدخان، محمدنبي او عظمتالله عمرزي د نیوزلینډ یو یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربهتوب روانې دي.
Views: 7