د آریانا افغان هوايي شرکت وایي، د کابل او ډهلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د انتقالاتو د زیاتوالي په موخه یې د کارګو او مسافروړونکو پروازونو شمېر زیات کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکت اوس هره اونۍ له کابل څخه ډهلي ته شپږ د کارګو او دوه مسافروړونکي پروازونه ترسره کوي.
سرچینې نه دي ویلي چې له دې مخکې یې هره اونۍ ډهلي ته څو پروازونه لرل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د هېواد د صادراتو د ملاتړ په موخه شوی دی.
Views: 2