د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ خبرې د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن سهار (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا متحده ایالتونو سره د اټومي مذاکراتو لپاره عمان ته تللی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا له لوري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی، سټیو ویتکاف هم په دغو مذاکراتو کې ګډون لري.
په همدې حال کې، د ایران تسنیم خبري اژانس هم په مسقط کې د دغو مذاکراتو د پیل خبر ورکړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عباس عراقچي نن له غرمې مخکې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو د څرنګوالي په اړه یې خبرې کړې دي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو دا پړاو د ټولو لورو د نیک نیت او فرصتپېژندنې له لارې د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې تفاهم لامل شي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه مذاکرات د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي؛ خو ایران غوښتنه کړې وه چې له امریکا سره د خبرو نوی پړاو د ترکیې پر ځای په عمان کې پیل شي او ټینګار یې کړی و چې دغه مذاکرات باید یوازې پر اټومي موضوع پورې محدود وي.
Views: 1