د راپورونو له مخې، ایران غوښتنه کړې چې له امریکا سره د خبرو نوی پړاو دې د ترکیې پر ځای په عمان کې تر سره شي او دا خبرې دې یوازې تر اټومي موضوع محدودې وي.
اکسيوس رسنۍ پرون د دوو باخبره سرچینو او د امریکا د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی سټیو وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به د څو عربي هېوادونو د استازو ترڅنګ د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول کې سره وګوري.
خو رویټرز نن راپور ورکړی چې تهران غواړي د خبرو ځای بدل شي او د خبرو بڼه یوازې د اټومي موضوع په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیزو خبرو ته محدوده شي.
د راپور له مخې، واشنګټن هڅه کوي چې د ایران د بالېسټيکي توغندیو پروګرام او په سیمه کې د دغه هېواد د متحدو ډلو فعالیتونه هم د خبرو اجنډا کې شامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی، امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی او ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا برید وکړي، ایران به سخت ځواب ورکړي.
Views: 1