د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه په خپله دویمه تمریني لوبه کې وېسټانډیز ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
نننې لوبه چې د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۲ منډې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۵۱، رحمن الله ګربز ۴۳، عظمت الله عمرزي ۳۵ او دروېش رسولي ۲۷ منډې وکړې.
د وېسټانډیز لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن دوه دوه، محمد نبي، ضیاء الرحمن او فضل الحق فاروقي د وېسټ انډیز یو یو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې په لومړۍ تمریني لوبه کې وړمه ورځ سکاټلینډ ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د ۲۰۲۶ کال شلاوریزه نړیوال جام سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیل کېږي.
Views: 8