د راپورونو پر بنسټ، تمه کېږي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د راتلونکې جمعې ورځ په ترکیه کې سره وګوري.
«اکسیوس» رسنۍ د دوو باخبره سرچینو او د امریکا د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټېف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به د څو عربي هېوادونو د استازو په حضور کې د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې سره وګوري.
یوه بله باخبره سرچینه چې له دغه پلانه خبره ده، ویلي چې د جمعې ورځې ناسته «تر ټولو ښه ممکنه سناریو» ده؛ خو تر هغو چې دا لیدنه ترسره نه شي، هیڅ څه وروستي نه دي.
امریکا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون (دوشنبه) د خپلې اونیزې خبري ناستې پر مهال په ترکیه کې د احتمالي مذاکراتو په اړه ویلي وو چې تهران د ډیپلوماتیک بهیر د پر مخ بیولو اړوند عمومي او جزیي مسایل ارزوي.
هغه ویلي وو: «هغه څه چې روښانه دي دا دي چې موږ په دغه پړاو کې د ډیپلوماتیک بهیر د پر مخ بیولو اړوند د ځینو عمومي او جزیي موضوعاتو په ارزونه بوخت یو. دا طبیعي ده چې د سیمې هېوادونو خپلې ښې هڅې زیاتې کړې دي. موږ د پرېکړې په پړاو کې یو او د موضوع ټول اړخونه په پام کې لرو، البته زموږ لپاره وخت مهم دی.»
Views: 0