د ایران ولسمشر ویلي، د سیمې هېوادونو د غوښتنو له مخې او د ډونالد ټرمپ د خبرو اترو وړاندیز ته د ځواب په موخه یې خپل د بهرنیو چارو وزیر ته امر کړی څو له امریکا سره خبرې اترې وکړي.
د «اکسیوس» رسنۍ تېره شپه د دوو باخبره سرچینو او د امریکا د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټېف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به د څو عربي هېوادونو د استازو په حضور کې د راتلونکې جمعې ورځ په ترکیه کې د اټومي پروګرام په اړه د نوو ډیپلوماتیکو هڅو په توګه خبرې اترې ترسره کړي.
په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ته یې له امریکا سره د خبرو اترو امر کړی دی.
د هغه په خبره، عراقچي ته یې سپارښتنه کړې چې «د مناسبې، له ګواښونو په خلاصه او له بېمنطقه تمو لرې فضا د شتون په صورت کې، د ملي ګټو په چوکاټ کې د عزت، حکمت او مصلحت د اصل پر بنسټ د عادلانه او منصفانه خبرو اترو زمینه برابره کړي.»
Views: 1