د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ د اسیا د فوټسال جام د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ماته وخوړه. لوبه د ایران په ګټه ۵–۲ پای ته ورسېده.
د افغانستان لپاره رضا حسینپور او محمدجواد صفري ګولونه ووهل.
افغانستان تر دې مخکې د سعودي عربستان او مالیزیا پر وړاندې دوه بریاوې لرلې.
افغانستان به د دې پایلې له مخې د سهشنبې په ورځ د یوهڅلورمې پایلوبې په پړاو کې له جاپان سره لوبه وکړي.
Views: 1