د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د سنا دایمي کمېټې ته ویلي چې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) غځولو او د پاکستان – چین – افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بشپړ فعالولو لپاره چمتووالی روان دی.
د پاکستان بزنس ریکارډر ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سنا دایمي کمېټې په غونډه کې شوې؛ په غونډه کې د پاکستان او چین اړیکې، تازه سیمهییزې پېښې او د اسلاماباد اقتصادي ډیپلوماسي وڅېړل شول.
د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه چې د چین له خوا د میلیاردونو ډالرو په پانګونه پلې کېږي، د سیمې یوه له سترو ترانزیټي او اقتصادي پروژو ګڼل کېږي.
دغه دهلېز د چین د «یو کمربند – یوه لار» ستراتیژۍ برخه ده او د چین شینجیانګ ولایت له ګواډر بندر سره نښلوي.
په تېره درېاړخیزه غونډه کې چې د روان کال د غويي په ۳۱مه په بیجینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ وشو، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې له دغه اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د نښلولو زمینه وارزول شي.
Views: 12