د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوې مور او د هغې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په غوچکو سیمه کې شوې ده.
سرچینه کاږي چې دغه کور د نهر پر غاړه دی، مخکې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و او اوس نړېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یاد کور اتو غړو چې یوه مور او شپږ ماشومان دي، ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.
Views: 1