د روغتیا نړۍوال سازمان له دغه سازمانه د امریکا متحده ایالتونو د وتلو پرېکړه خواشینوونکې بللې، ویلي یې دي چې دا موضوع به په خپل اجرائیوي بورډ کې – چې د فبرورۍ په دویمه پیلېږي، وڅېړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ویلي وو چې هېواد یې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو د روغتیا له نړۍوال سازمانه وځي. هغه د دې پرېکړې د لامل په اړه ادعا کړې وه چې دغه سازمان د کرونا بحران په سمه توګه مدیریت نه کړ، نورو نړۍوالو بحرانونو کې یې کړنې کمزورې وې، د دغه سازمان د غړو هېوادونو له نامناسب سیاسي نفوذ پرته یې په خپلواکه توګه عمل نه دی کړی او له متحده ایالتونو په ناعادلانه توګه د ډېرو پیسو غوښتنه کوي چې دا له نورو لویو هېوادونو، لکه له چین سره نامتناسب کار دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه سازمان د بنسټاېښودونکو غړو له ډلې، د امریکا متحده ایالتونو د دغه سازمان په ډېرو مهمو لاستهراوړنو کې د پام وړ ونډه لرلې ده.
سرچینه زیاتوي: «له همدې امله، د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا متحده ایالتونو له لوري د روغتیا له نړۍوال سازمانه د وتلو پرېکړه د خواشینۍ وړ بولي؛ دا داسې پرېکړه ده چې هم به د امریکا او هم د نړۍ خونديتوب زیانمن کړي. د وتلو خبرتیا داسې مسایل راپورته کوي چې د روغتیا نړۍوال سازمان د خپل اجرائیوي بورډ غونډه کې چې د فبرورۍ په دویمه پیلېږي، وڅېړي، دغهراز به د نړۍوالې روغتیا اسمبلې له خوا د ۲۰۲۶ کال د راتلونکې مې میاشتې په کلنۍ غونډه کې پرې بحث وشي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، که څه هم هيڅ سازمان یا حکومت د کرونا په بېساري نړۍوال روغتیايي کړکېچ کې هر څه سم نه دي ترسره کړي، خو د روغتیا نړۍوال سازمان د دغه ویروس خپرېدو پر مهال چټک اقدام کړی، ټول موجود معلومات یې په شفاف ډول او بېدرنګه له نړۍ سره شریک کړي او غړو هېوادونو ته یې د له تر ټولو باوري علمي شواهدو پر بنسټ مشورې ورکړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه سازمان د امریکا د حکومت هغه څرګندونې په پام کې نیسي چې په کې ویل شوي، دغه سازمان امریکا ته سپکاوی کړی، بدنام کړی یې دی او خپلواکۍ ته یې زیان رسولی، خو حقیقت برعکس دی، د روغتیا نړۍوال سازمان تل هڅه کړې چې له امریکا سره په ښه نیت، د هغه ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي تعامل ولري.
یاد سازمان هغه خبره ناسمه بللې چې په وینا یې، امریکا ادعا کړې چې د روغتیا نړۍوال سازمان یو سیاسي او بیرواکراتیک اجنډا تعقیب کړې چې «د امریکا له ګټو سره دښمن هېوادونه یې رهبري کوي.»
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو یوه تخصصي اداره ده چې د ۱۹۴ غړو هېوادونو له خوا اداره کېږي، تل بېطرفه پاتې شوې او د ټولو هېوادونو د خدمت لپاره کار کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان لیکلي: «موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې به امریکا یو ځل بیا د روغتیا نړۍوال سازمان فعال ګډون ته راستنه شي؛ تر هغه وخته،د روغتیا نړۍوال سازمان پر دې ټینګ ولاړ دی چې له ټولو هېوادونو سره د خپلې اساسي دندې له مخې کار ته دوام ورکړي.»
دغه سازمان ویلي، د خپلو ټولو غړو هېوادونو ملاتړ او دوامداره همکاري ستايي چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د نړۍ د لویو روغتیايي ګواښونو د حل لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ د روانې جنورۍ میاشتې په اتمه ویلي وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو یادښت لاسلیک کړی چې له مخې یې متحده ایالات له هغو ۶۶ نړۍوالو سازمانونو وځي چې نور د امریکا ګټې نه تامینوي.
Views: 10