د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې او محصلینې د شرعي حجاب او دیني اصولو پر رعایتولو د ټینګار ترڅنګ غواړي څو په راتلونکي کال کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.
نن شنبه (د جنورۍ ۲۴مه) د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې وځنډول شوې او وروسته د هماغه کال د لېندۍ په ۲۹مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښوونه وشوه چې د نجونو او ښځو تحصیل تر بل امر پورې ودرول شي. د اسلامي امارت مسوولینو بیا بیا ټینګار کړی چې د شرایطو په برابرېدو سره به نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
د کابل ښار د خیرخانې د درېیمې حصې اوسېدونکې مدینې احمدي پژواک ته وویل: «څلور کاله کېږي چې ښوونځي ته له تلو محرومه یم؛ څلور کاله مخکې په اتم ټولګي کې وم او تل مې دا هیله لرله چې ښوونځی پای ته ورسوم او د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړم.»
هغې د زدهکړو نړۍوالې ورځې ته په اشاره وویل: «زما غوښتنه دا ده چې د شرعي اصولو او د حجاب په رعایت سره موږ ته ښوونځي د تلو اجازه راکړي؛ موږ نجونې هم غواړو چې د خپلو وروڼو په څېر په ټولنه کې فعال او ګټور رول ولرو.»
له بلې خوا، سلما چې د کابل ښار د دهمزنګ سیمې اوسېدونکې ده، وايي: «څلور کاله مخکې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، زه د رخشانه عالي لېسې د نهم ټولګي زدهکوونکې وم، که ښوونځي ته له تلو ګرځول شوې نه وای، اوس به فارغه وم.»
هغې زیاته کړه: «زه ډېره لېواله یم زدهکړو ته دوام ورکړم او غواړم په راتلونکي کې د یوې ښوونکې په توګه دنده ترسره کړم. زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.»
په همدې حال کې د کابل ښار بله اوسېدونکې ساره وهابزاده، وايي، شاوخوا درې کاله مخکې چې د نجونو تګ پوهنتونونو ته تر بل امره وځنډول شو، د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي د څلورم سمسټر محصله وه.
هغې وویل: «زموږ هغه ټولګیوال چې هلکان وو، ټول فارغ شول او اوس دندې لري، خو موږ لا هم بېبرخلیکه پاتې یو.»
هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې د ۱۴۰۵ نوي تحصیلي کال کې نجونو ته پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.
وهابزاده زیاته کړه: «موږ الحمدالله مسلمانان یو، د شرعي حجاب رعایت پر موږ ټولو فرض دی. موږ نجونې غواړو چې د شرعي حجاب او دیني اصولو په رعایت سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو او د اسلامي هېوادونو د نورو ښځو په څېر پرمختګ وکړو او د علم او پوهې پر زیور سمبال شو.»
له بلې خوا، د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکې سعدیه مسعودزاده وایي: «کله چې نجونې له تعلیمي او تحصیلي مرکزونو منعه شوې، زه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دویم کال محصله وم، خو له بده مرغه تر اوسه کور ناسته یم او د درسونو د بیا پیل هيڅ خبر نشته.»
هغې د زدهکړو نړۍوالې ورځې ته په اشاره وویل: «موږ نجونې په دې ورځ د اسلامي امارت له رهبرۍ غواړو چې په راتلونکي کال کې موږ ته پوهنتونونو ته د تلو اجازه راکړي. موږ پخوا هم له حجاب سره ښوونځي او پوهنتون ته تلو او اوس هم د شرعي حجاب پابندې یو.»
بلخوا، یو شمېر کارپوهان هم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
د ښوونیزو چارو کارپوه ثناءالله صالحي وایي: «کله چې نجلۍ باسواده شي، د کورنۍ او ټولنې راتلونکی روښانه کېږي. باسواد ښځه کولای شي باخبره او باسواد اولادونه وروزي؛ که ښځې بېسواده پاتې شي، ټولنه هم وروسته پاتې کېږي.»
د هغه په باور، دیني عالمان او مشران باید د حکومت له چارواکو سره کښېني څو د نجونو د زدهکړو لپاره یوه سمه او اسلامي لار وموندل شي.
صالحی زیاته کړه: «زما وروستۍ غوښتنه دا ده چې د خیر په نیت د شریعت په چوکاټ کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ علم د مسلمانانو د قوت او عزت سبب دی او ناپوهي د کمزورۍ او فقر لامل ګرځي.»
د دیني چارو او د ښځو حقونو یوې کارپوه تفسیر سیاهپوش وویل: «اسلام علم فرض بللی؛ د اسلام ستر پیغمبر ﷺ فرمایلي چې له زانګو تر ګوره علم زده کړئ؛ نو له همدې امله په اسلام کې علم یو ضروري او بنسټیز امر دی.»
هغې هم وغوښتل چې په راتلونکي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د مسوولینو نظر هم ولري، خو بریالی نه شو.
Views: 8