له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې ويسټانډیز ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۲ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۸۸ او لوبډلمشر محبوب خان ۸۶ منډې وکړې.
ويسټانډیز ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او ۳۴م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۴ منډې وکړې او د ۱۳۸ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
دغه راز افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړی لوبه کې سوېلي افریقا ته ماتې ورکړې وه.
Views: 14