د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اورلېګدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپيان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون د «ګل پلازا» په نوم له ګڼېګوڼې په ډک یوه سوداګریز مرکز کې رامنځته شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. چارواکو ویلي چې د نن ورځې تر سهار پورې د اوروژنې ټیمونه وتوانېدلی اور تر ۳۰ سلنه کنټرول کړي.
سرچینه زیاتوي چې په دې اورلګېدنه کې شپږ کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.
راپورونه ښيي چې دغه مرکز شاوخوا ۱۲۰۰ دوکانونه لري او د دې شته چې لا به هم د ودانۍ دننه کسان بند پاتې وي.
د راپور له مخې چې د اور د ډېر شدت له امله د ودانۍ یو برخه لوېدلې او د ژغورنې هڅې یې ستونزمنې کړې دي.
Views: 15