د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، له دغه هېواد څخه افغانستان ته د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات، چې نږدې يو کال ځنډېدلي وو، يو ځل بيا د دوغارون بندر له لارې پيل شول.
د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د خراسان ولايت د تايباد ولسوالۍ ولسوال حسين جمشيدي پرون (سېشنبه) ويلي چې په تېرو درېيو ورځو کې ۲۵۰زره يوه ورځني چرګوړي په ۱۱ لاریو کې د دوغارون له بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوې.
هغه ټينګار کړی چې افغانستان ته د مالدارۍ اړوندو محصولاتو صادرات د ايران لپاره د پام وړ عايد رامنځته کړی.
ده زياته کړې چې د چرګوړو د صادراتو لپاره د تايباد ولسوالۍ د مالدارۍ او وترنرۍ ادارې له لوري روغتيايي تصديقنامه صادره شوې او له مخې به یې په دې برخه کې صادارات کیږي.
Views: 10