د کانونو او پټرولیم وزارت تایید کړې چې د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او د سرو زرو یوه استخراجي شرکت ترمنځ نښته شوې چې له امله یې ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د تخار د چاهاب ولسوالۍ په کانیزو سیمو کې د ځینو ځایي خلکو او د سرو زرو د استخراج یوه قراردادي شرکت ترمنځ ستونزې او نښتې رامنځته شوې دي.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي: «له بده مرغه په دې پېښه کې ځاني تلفات او مالي زیانونه هم اوښتي دي.»
د هغه په خبره، د تخار ولایت د مقام په مشرۍ یو ګډ پلاوی د موضوع د څېړنې په موخه سیمې ته استول شوی او جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ شوې ده.
Views: 1