د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د لاریونکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که د پخوا په څېر «د خلکو وژنه پیل کړي»، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.
په ایران کې وروستي لاریونونه چې د تومان د ارزښت له چټک او بېساري ټیټېدو سره پیل شول، په تدریجي ډول د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته وغځېدل او نن یې اتمه ورځ ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ايیر فورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ویلي چې که ایران د پخوا په څېر «د خلکو وژنه پیل کړي»، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.
دوه ورځې مخکې هم ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که معترضین «ووژني» نو امریکا به د هغوی ژغورلو ته ورشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستیو لاریونونو پر مهال د «اتو لاریونکوونکو د وژنې» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ايران تر دې مهاله د ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د تېر ځل څرګندونو په اړه یې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ایران په چارو کې لاسوهنه یاده کړې وه او په کلکه یې رد کړې وې.
Views: 1