د امریکا ولسمشر ویلي چې امریکايي ځواکونو په وېنزویلا کې له نظامي بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له خپلې مېرمنې سره یوځای نیولی او له وېنزویلا یې ایستلی دی.
اسوشیټېډ پرېس نن (شنبه) راپور ورکړی چې د وېنزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د شنبې ورځې سهار شاوخوا دوه بجې په ټیټه ارتفاع کې د الوتکو او لږ تر لږه د اوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله لیکلي چې امریکا د شپې له لوري پر وېنزویلا برید کړی دی.
ټرمپ ویلي چې نیکولاس مادورو نیول شوی او له وېنزویلا ایستل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې ده: «د امریکا متحده ایالتونو له خوا پر وېنزویلا د یوه بریالي برید په ترڅ کې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له خپلې مېرمنې سره یوځای نیول شوی او له وېنزویلا یې ایستلی دی.»
هغه زیاته کړې چې دغه عملیات «د امریکا د انتظامي ځواکونو په همکارۍ» ترسره شوي او ژمنه یې کړې چې نور جزئیات به د ګرینویچ پر وخت د سهار ۱۱ بجې په فلوریدا کې په یوه خبري غونډه کې وړاندې کړي.»
Views: 9