په هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر سپرلي په اوبو کې له ډوبېدو ژغورل شوي دي.
د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې نن سهار شاوخوا درې بجې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد سیمه کې یو ۵۸۰موټر د سېلاب اوبو له امله له سړک وتلی او چپه شوی دی.
خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو د لومړۍ لوا کنډک ځواکونه چې د پېښې سیمې ته نږدې وو، سمدستي سیمې ته رسېدلي او له شته امکاناتو په استفادې یې د ژغورنې عملیات پیل کړي او ټول بند پاتې کسان یې په بریالیتوب ژغورلي دي.
Views: 1