د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د پاکستان د علماوو د یوې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د اختلافاتو د هواري یوازینۍ دوامداره او عملي لار د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي.
د پاکستان د علماوو دغه غونډه د «وحدت امت پاکستان» تر نوم لاندې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضلالرحمن په مشرۍ پرون (دوشنبه، د مرغومي لومړۍ نېټه) په کراچي ښار کې ترسره شوې ده.
د «الخیر میډیا» د راپور له مخې، په دې غونډه کې علماوو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د خبرو اترو له لارې یې د دغو ترینګلتیاوو د حل غوښتنه وکړه.
د یادې غونډې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملتونو او هېوادونو ستونزې تل د متقابلو خبرو له لارې حل شوې او دا مهال هم یوازینۍ عملي، د منلو وړ او دوامداره حل لاره همدا خبرې اترې دي.
اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو چارواکي باید ټولو ستونزو لپاره مثبت او عملي حل لارې ومومي څو د «دوو ګاونډیو او ورونو هېوادونو» ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځي او د تګ راتګ او سوداګرۍ د دوام زمینه برابره شي چې دا د دواړو لورو په ګټه ده.
نږدې دوه میاشتې مخکې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل چې د طالبانو ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل. له دغه ترینګلتیاوو وروسته د کابل او اسلاماباد ترمنځ په قطر، ترکیه او سعودي عربستان کې څو ځله مذاکرات وشول خو مثبته پایله یې ور نه کړه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو پر هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي. پاکستان تر اوسه څو ځلې اوربند مات کړی دی.
Views: 1