اندونیزیايي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ايبيسي نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې شوې ده.
په راپور کې راغلي، په دغه بس کې ۳۴ کسان سپاره وو چې پر سړک له موانع سره تر لګېدو وروسته چپه شوی دی.
د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې اژانس رییس بودیونو ویلي، یاد بس د دغه هېواد له پلازمېنې جاکارتا لرغوني سلطنتي یوګیاکارتا ښار ته روان و چې چپه شوی دی.
Views: 9