د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا جوهانسبرګ ښار ته نږدې وسلهوالو په یوه شرابخونه کې پر خلکو ډزې کړې چې له امله یې نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې د افریقا د سیمهییزو پولیسو له قوله لیکلي چې وسلهوالو کسانو د دغه هېواد جوهانسبرګ ښار ته نږدې په یوه ښارګوټي کې پر شرابخونه برید کړی دی.
د راپور له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاده پېښه پرون شنبه پر ځايي وخت یوه بجه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې بریدګر وروسته له سیمې تښتېدلي دي خو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.
پولیسو ویلي چې په دغه برید کې د ښکېلو کسانو د پیدا کولو لپاره لټون روان دی.
Views: 6