د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی دی.
د پاکستان اج ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې نن د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ برید شوی دی.
سرچینې د پولیسو له قوله لیکلي چې تر دې مهاله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی خو چاودنه دومره درنه وه چې غږ یې شاوخوا تر ۲۵ کیلومتره لرې اورېدل شوی دی.
سرچینې لیکلي، د دې سیمې عمومي لویه لاره په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې څو امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ټیمونه پرته له کوم خنډ څخه رسېدنه وکړي.
Views: 7