په کابل کې د «رسا» تلویزیون مسؤول مدير غلام محیالدین صاحبزاده او خبریال جهادمل حبیبي له ۱۰ میاشتې بند وروسته د بګرام له بند خونې څخه خوشې شول، خو رسا تلویزیون ته تر دې دمه د بیاځلي پرانیستل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په کابل کې يوې با خبره سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې غلام محیالدین صاحب زاده او جهادمل حبیبي نن وروسته له غرمې شاؤخوا ۴ بجې خوشې شول. هغه وویل، چې یاد دوه خبریالان په بګرام بند خونه کې بندیان وو او له خوشې کېدو وړاندې په کابل کې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدول شوي وو.
غلام محیالدین صاحبزاده او جهادمل حبیبي تېر کال د سلواغې په ۳۰ نېټه د واکمنې ادارې د استخباراتو له لوري په کابل کې ونیول شول. د استخباراتو کارکوونکو د رسا تلویزیون د کمپیوټرونو د ضبط ترڅنګ د یادې رسنۍ دفتر هم وتاړه.
يوې بلې سرچينې وویل، چې د رسا تلویزیون د یادو دوو خبریالانو پر خوشې کېدو سربېره، یاده رسنۍ تړلې ده او تر دې دمه د بیا پرانیستل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په کابل کې د واکمنې ادارې د دویمې حوزې محکمې د روان کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه یاد خبریالان د واکمنې ادارې پر وړاندې د تبلیغاتو په تور په ۱۰میاشتې بند محکوم کړي وو.
رسا خصوصي تلویزیون په ۱۳۹۸ کال کې په کابل کې جوړ او په کار یې پیل وکړ. یاد تلویزیون ورځني او ټولنیز راپورونه چمتو کول او همداراز یې د اقلیم او د ژوو ژوند په تړاو بهرني مستندونه بيا خپرول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د محیالدین صاحبزاده او جهادمل حبیبي له خوشې کېدو څخه د هرکلي
ترڅنګ د یادو خبریالانو محاکمه او د ۱۰ میاشتو په موده کې یې د ازادي سلبول غندي. یاد خبریالان د خبریالۍ د کار له امله نیول شوي وو او محکمه د مدافع وکیل په نشتون کې ترسره شوې ده او غیر عادلانه وه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې له چارواکو غواړي، څو اجازه ورکړي رسا تلویزیون پرانیستل شي او د یادې رسنۍ خبریالان وکولای شي د هېواد د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم له خپلو بنسټیزو حقونو څخه ګټه واخلي او په ازاده توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
اوس مهال په هېواد کې لږ تر لږه پنځه خبریالان او رسنیز فعالان په بند کې دي او ځينې یې د واکمنې ادارې د محاکمو له لوري په بند محکوم شوي او د خپل بند موده تېروي.
Views: 2