د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې د پیل پر مهال په خپله وینا کې ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیمه توګه د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلي دي.
دا غونډه نن (د لیندۍ ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجکستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې پیل شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیااحمد تکل پرون پژواک ته ویلي وو چې د افغانستان په اړه د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په دې غونډه کې افغان حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو د افغانستان حکومت ګډون نه پهکې کوي.
نوموړي په یاده غونډه کې د نه ګډون د لامل په اړه وویل چې طالبان د سازمانونو، بېلابېلو فارمټونو او دغهراز د دوه اړخیزو میکانيزمونو له لارې له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره دوامداره فعالې اړیکې لري او د سیمهییز تفاهم او همکاریو د پراختیا برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د دې غونډې د پیل پر مهال په خپله وینا کې وویل: «نن د بل هر وخت په پرتله د افغانستان په تړاو همغږي چوکاټ او سیمهییزو همکاریو ته ډېره اړتیا لرو او سیمهییزې همکارۍ د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره زمینه برابروي.»
د هغه په وینا، افغانستان بېساري ظرفیتونه لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې د شاوخوا سیمو ترمنځ د یوه پُل رول لوبولی او په اقتصادي، بشري، ترانزیټي او طبیعي برخو کې ستر ظرفیتونه لري.
عراقچي زیاته کړه: «د افغانستان ژیوکونومیک موقعیت له امله دغه هېواد د مرکزي اسیا، لوېدیځې اسیا او سوېلي اسیا د ارتباطي شبکو په مرکز کې ځای لري، له همدې امله د افغانستان ثبات او پراختیا یوازې یوه انساني اړتیا نه، بلکې د ټولې سیمې یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «د تېرو څو لسیزو تجربې په روښانه توګه ښيي چې په افغانستان کې امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلې ده؛ له همدې امله بېځایه به نه وي چې که د پاکستاني فارسي ژبې شاعر اقبال لاهوري په څېر ووایو چې زموږ د سیمې ګډ راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړلی دی.»
نوموړي څرګنده کړه چې ایران تل په سیمه کې د افغانستان پر هر اړخیز ادغام ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل: «موږ دغه اصل ته ژمن یو چې سیمهییز بدلونونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو د بشپړ مراعات، له بومي میکانيزمونو د ګټې اخیستنې او د سیمې هېوادونو ترمنځ دوامدارې همکارۍ له لارې د مدیریت وړ دي.»
Views: 10