د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۰ زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېرو دوو ورځو کې ایران او پاکستان څخه ۱۹۳۹ کورنۍ چې ۱۰ زره او ۴۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې چې په یاده موده کې ۱۴۶۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۸ زره او ۱۴۰ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۲۷۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۲۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۲ زره او ۳۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 8