د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه جوړېدونکې ناسته کې د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې خو ګډون نه پهکې کوي او په سیمه کې د شته فارمټونو د پیاوړتیا له لارې د سیمهییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیااحمد تکل پژواک ته وویل چې په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه جوړېدونکې ناسته کې د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې ده، خو ګډون نه پهکې کوي.
هغه په یاده غونډه کې د نه ګډون د لاملونو په اړه وایي چې افغانستان د سیمهییزو سازمانونو، فارمټونو او همداراز د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د سیمې له ټولو هېوادونو سره په مسلسل ډول فعالې اړیکې لري او د سیمهییز تفاهم او همکاریو د پراختیا برخه کې د پام وړ عملي پرمختګونه هم لري.
تکل زیاتوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د شته فارمټونو د تقویت له لارې د سیمهییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي ویلي چې راتلونکې اونۍ په تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه سیمهییزه غونډه جوړیږي.
د بقایي په خبره، د افغانستان په اړه دغه سیمهییزه غونډه به راتلونکې اونۍ په تهران کې د پاکستان، تاجکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب ترسره شي.
Views: 4