د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د پارالمپیک درې ورزشکاران د ځوانانو په پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړل.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د پار المپیک اووهکسیزه لوبډله چې درې ورزشکاران، دوه روزونکي، یو لوبڅار او یو د ټيم مشر پهکې شامل دي، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو او نوو ځوانانو پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
سرچینې زیاته کړې: «له دې لوبډلې به دوه ورزشکاران او یو روزونکی په پارا تکواندو سیالیو کې، یو ورزشکار او ورسره روزنکی به د لاس چپهکولو سیالیو کې او لوبڅار به د ویلچر بسکټبال د لوبڅار په توګه په دغو سیالیو کې برخه واخلي.»
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب په پلازمېنه دوبۍ کې د ۴۵ هېوادونو په ګډون په یوولسو ورزشي رشتو کې نن (د ډسمبر اوومه) پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.
Views: 7