د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې په یوه برید کې د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر شاه وليالله په ګډون څلور کسان وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون درې نور ټپیان دي.
د «جیوز نیوز» د راپور له مخې، دغه برید نن د بنو ولسوالۍ د میرانشاه پر سړک شوی دی.
د سرچینې په خبره، بریدګرو د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر شاه وليالله موټر په نښه کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې د شاه وليالله، دوو پولیسو او یوه بل کس په ګډون څلور کسان وژل شوي او دوه پولیس افسران او یو بل کس ټپيان شوي دي.
په راپور کې زیاته شوې ده چې بریدګرو له برید وروسته د پولیسو وسلې هم له ځان سره وړې دي.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د پولیسو د یوه موټر په نښه کولو یوه چاودنه کې یو پولیس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.
Views: 10