د راپورونو له مخې، د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر یو مرکز بريد شوی دی او مسوولیت یې د بلوچستان ازادۍ جبهې (بي اېل اېف) منلی دی.
ځينې راپورونه ښيي چې د یادو ځواکونو (اېف سي) پر مرکز څلورو وسله والو بريد کړی چې يوه یې په دروازه کې ځان الوځولی او وروسته هلته تر دوو ساعتونو نښته روانه وه.
د چاغۍ د پوليسو يوه مشر محمد شريف ویلي، پر یاد مرکز بريد د شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې وشو.
په نوکنډي کې چې دا بريد شوی، يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، له بريد وروسته شاوخوا له يوه نیم تر دوو ساعتونو ډزې روانې وې.
هغه زیاته کړې چې لومړی د مرکز دروازه کې د يوې زورورې چاودنې غږ واورېدل شو ورپسې درنې ډزې پيل شوې او له لومړنۍ چاودنې وروسته شاوخوا اووه اته کوچنۍ چاودنې وشوې او شاوخوا لس نيمې بجې د ډزو غږونه ودرېدل.
تر اوسه د دې برید د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د بلوچستان ازادۍ جبهې (بي اېل اېف) په يوه خبرپاڼه کې د بريد مسوولیت منلی دی.
Views: 11