د راپورونو له مخې، د اندونيزيا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکښويېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اندونيزيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او د ځمکښويېدنې پېښو د قربانيانو شمېر ۱۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې لسګونه نور کسان لا هم نادرکه دي.
د یادونې ده، د اندونيزيا په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه او ځمکښويېدنې پرون پيل شوې او ډېر تلفات په سوماترا کې ثبت شوي دي.
Views: 1