د امریکا متحده ایالتونو، سپینې ماڼۍ ته نږدې له برید وروسته د افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه درولې او د دغه هېواد ولسمشر ویلي چې د شوي برید په تړاو نیول شوی شکمن کس په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ورغلی دی.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ (چهارشنبه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې شوې او د سختو ټپونو وروسته یې ژوند له لاسه ورکړیدی.
د رویټرز د راپور له مخې، د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه برید «یو تروريستي عمل» دی او شکمن کس په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکا ته ورغلی دی.
د ځینو راپورونو له مخې، شکمن کس «رحمانالله لکڼوال» نومېږي، ۲۹ کلن او د افغانستان تبعه دی چې په واشنګټن کې اوسېږي.
د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له دغه برید وروسته اعلان کړی چې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه یې درولې ده.
Views: 1