د م.م د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړۍوال قانون درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب خورا مهم دي، پاکستان او ښکېلې غاړې باید د خبرو مېز ته ستانه شي.
د راپورونو له مخې، وړمه شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان پهکې شهیدان شول. دغهراز پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه وکړل چې پهکې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنېټ د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «پاکستان او ښکېلې غاړې بايد د خبرو مېز ته ستانه او د ستونزو د حل لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي.»
بنېټ ټينګار کړی چې د نړۍوال قوانینو درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب خورا مهمه دي.
افغانستان هم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي او د ملکي کسانو خوندیتوب په موخه یې نړۍوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
Views: 2