د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له سوریې سره ترسره کوي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبدله د فوټبال ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له سوریې سره ترسره کوي.
د افغانستان او سوریې ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام پنځه بجې ترسره شي.
یادې سیالۍ په میانمار کې ترسره کېږي چې افغانستان په Gګروپ کې له سوریې، نیپال، میانمار او عمان سره لوبېږي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه میانمار ته بایللې ده او په یادو سیالیو کې به خپله درېیمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کړي.
Views: 1