د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغان او هندي چارواکو ترمنځ په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی او دغهراز هند افغانستان ته په «بهارت ټیکس» نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریيس شفیع اعظم، د صنعتي پارکونو له لوی رییس الحاج عارف سره یو ځای، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره په دغه وزارت کې کتلي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري کولو او د ټوکر او جامو سکټور د عصري کولو برخو کې د ګډو همکاریو پر اړتیا او فرصتونه بحث وکړ.
سرچینه زیاتوي چې د ناستې په ترڅ هندي لوري افغانستان رسماً دعوت کړ چې د «بهارت ټیکس» په نوم نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې دغهراز دواړو لورو د ټکنالوجۍ د تبادلې، د مسلکي روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پنبې د کیفیت لوړولو لپاره د تخنیکي مرستو او د ګډو تولیدي پروژو د ارزونې په لاړه هم بحث کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو خواوو په پرنسیپ کې هوکړه وکړه چې د موضوعاتو د تعقیب لپاره به ګډه تخنیکي کمېټه جوړوي، څو د افغانستان او هند ترمنځ د پنبې او ټوکر برخه کې پر همکاریو نږدې او جزيي بحثونه وکړي او د همکارۍ لپاره مشخص پلانونه جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی هند ته تللی او هلته یې له هندي چارواکو سره د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
Views: 5