د ویتنام د چاپېریالساتنې وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د څو ورځو پرلهپسې بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه ۹۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲نور نادرکه دي.
ګارډین ورځپاڼې د ویتنام د چاپېریالساتنې وزارت له قوله راپور ورکړی چې له تېرې اونۍ راهیسې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه مرکزي سیمو کې سېلابونه راځي.
په راپور کې راغلي چې د یادې طبیعي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان نادرکه شوي هم دي.
د ویتنام د چاپېریالساتنې وزارت څرګنده کړې چې تر ټولو ډېر قربانیان د دغه هېواد په مرکزي غرنيز ولایت داک لاک کې ثبت شوي دي.
ورته مهال، د ویتنام د طبیعي پېښو اژانس مخکې له دې اعلان کړی و چې د سېلابونو له امله څه باندې ۲۳۵ کورونه ویجاړ شوي او نږدې ۸۰ زره هکټاره کښتونو ته زیان رسېدلی دی.
د راپور له مخې، د ویتنام دولت اټکل کړی چې سېلابونو تر اوسه د دغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا ۳۴۱ میلیون ډالر زیان اړولی دی.
د ویلو ده، تېره اونۍ د ویتنام په ځینو مرکزي سیمو کې د ورښت کچه له ۱۹۰۰ میليمترو ډېره وه.
Views: 1