د غزني امنیه قومنداني وایي چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د مړه شوو اتو افغانانو جسدونه د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ ته راولېږدول شول.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د اجرستان ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي چې ناقانونه ایران ته تللي وو، څو ورځې مخکې د دغه هېواد سیستان ـ بلوچستان ولایت د خاش په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې ښکار شول چې په کې ۸ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي وو.»
سرچینه وایي، په ایران کې د افغان کنسولګرۍ د بېړنیو هڅو په پایله کې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه چورلکه کې د یادې پېښې مړي او ټپیان د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو کلي ته ولېږدول شول.
د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو د جنازې مراسم د سیمهییزو مسوولینو او خلکو په ګډون ترسره شول.
Views: 5