له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو چې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټانډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې راغلې ده.
د افغانستان کرکټ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو مهالوېش په ډاکه شو چې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټانډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په D ګروپ کې راغلې ده.
سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۶مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي، دویمه لوبه به یې د جنوري په ۱۸مه له ويسټانډیز او درېیمه به یط د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا سره وي.
د یادونې ده، له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د همدغه کال په جنورۍ میاشت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په زمبابوې او نمیبیا هېوادونو کې ترسره کېږي.
Views: 6