د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه هوایي بریدونو کې ۲۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې پرون په یوه راپور کې د سیمهییزو روغتیایي چارواکو له قوله لیکلي چې په غزه کې د اسرائیلو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې لپاره د امریکا هغه طرحه تصویب کړه چې یوه «نړۍوال سولهساتي ځواک» ته اجازه ورکوي څو په غزه کې امنیت ټینګ کړي.
ورته مهال، حماس غورځنګ ویلي وو چې دغه پرېکړهلیک د فلسطین د خلکو غوښتنې او سیاسي او بشري حقونه نه پوره کوي.
Views: 5