د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د ټیلېفون له لارې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د موجود وضعیت په اړه نظرونه تبادله شوي دي.
عراقچي د سیمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره د ایران د هر ډول هڅې پر چمتووالي د ټینګار ترڅنګ د دې موخې لپاره د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، مولوي امیرخان متقي هم د ترسره شوو ډيپلوماتیکو هڅو له امله مننه کړې او د وضعیت ښهوالي لپاره یې د سیمهییزو سلا مشورو د دوام هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، تهران په وروستیو ورځو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د ارامښت د ټینګښت لپاره هڅې کړي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یوه سیمهییزه ناسته ترسره کړي.
Views: 6