د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ایران د منځګړیتوب د وړاندیز هرکلی کوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي دغه څرګندونې پرون په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي: «ایران یو ورور او دوست هېواد دی. پاکستان تل د سولې او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل غوښتونکی دی او موږ د خپل ورور هېواد، ایران له خوا د منځګړیتوب د وړاندیز ستاینه کوو.»
اندرابي ویلي، دی باور لري چې ایران کولای شي مهم رول ولوبوي او پاکستان به د ایران له لوري د منځګړیتوب له هیڅ ډول رول څخه مخ وانهړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي چې تهران په دې وروستیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او وضعیت عادي کولو لپاره هڅه کوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کې په دې تړاو یوه سیمهییزه غونډه هم جوړه کړي.
دغهراز، د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د دوستو هېوادونو په تضمین سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري یوه لیکل شوې ژمنه کولای شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ثبات لارې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
هغه ویلي چې دا ژمنه باید د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران، چین او قطر په څېر هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولري.
پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم تر بریدونو او بیا د افغانستان تر غچاخیستونکو بریدونو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ځل په دوحه او دوه ځلې په استانبول کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات وشول. په استانبول کې وروستي مذاکرات د لړم په ۱۶مه پای ته ورسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د ا.ا امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره د ترکېې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسیږي.
هغه ویلي، پاکستان په افغانستان کې قوي مرکزي حکومت، امنیت او پرمختګ نه خوښوي او په داسې حال کې د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کوي چې هلته ناامنۍ د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پاکستاني پوځیانو د ناسمو سیاستونو له امله روانې دي.
ترکیې، قطر او ایران د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو او تفاهم ټینګار کړی دی.
Views: 1