د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټه وايي چې د سنوکر دوو افغان لوبغاړو په عمان کې د ۲۰۲۵ کال د سنوکر نړۍوالو اتلولیو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.
دې کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د سنوکر افغان لوبغاړو محمدرییس هوتک او محمدمیر نورزي هر یو خپلو عماني سیالانو ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې لاره موندلې ده.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې له افغانستانه درېیو لوبغاړو، یوه روزونکي او یو پلاوي ګډون کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د سنوکر د اتلولۍ نړۍوالې سیالۍ په دوو انفرادي او ټیمي کټګوریو کې د افغانستان په ګډون د څه باندې ۳۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په مسقط ښار کې د نومبر په ۱۵مه پیل او د دې میاشتې تر ۲۳مې پورې دوام وکړي.
Views: 6