د هند د کرکټ غوره لیګ (ایپياېل) سیالیو په راتلونکي پړاو کې څلور افغان لوبغاړي اړوند لوبډلو له ځان سره وساتل او یو ځل بیا به ورسره لوبېږي.
د ایپياېل غوره لیګ سیالیو لوبډلو پرون د راتلونکي پړاو سیالیو لپاره پاتېکېدونکي لوبغاړي اعلان کړل چې پهکې څلور افغان لوبغاړي هم شامل دي.
راشدخان ګوجرات ټايټنز لوبډلې له ځان سره پرېیښی، پنجاب کينګز لوبډلې عظمتالله عمرزی، چنای سوپر کينګز لوبډلې نوراحمد او دغهراز ممبی انډينز لوبډلې بیا اللهمحمد غنضفر له ځان سره ساتلي دي.
خو کریم جنت، مجیبالرحمن، رحمانالله ګربز، صدیق اتل او فضلالحق فاروقي خپلو لوبډلو له ځان سره نه دي ساتلي او دوی به بولۍ ته وړاندې کېږي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د هند غوره لیګ د پیل نېټه لا نه ده اعلان شوې خو د روان کال د ډسمبر په ۱۶مه به په ابوظبۍ کې د لوبغاړو اخیستو بولۍ ترسره شي.
Views: 8