د ووشو افغان لوبغاړي محمدجعفر سلطاني د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل یمني سیال ته ماته ورکړه.
د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې محمدجعفر سلطاني خپل یمني سیال ته ماته ورکړه.
د ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې به نن شمسالدین له اذربایجاني سیال او اسدالله به له خپل قرقیزستاني سیال سره لوبې ترسره کړي.
د یادونې ده، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربهتوب روانې دي.
Views: 1