د افغانستان په تړاو د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو اوومه غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل ښار کې ترسره شوه.
د مرکزي اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې دغه غونډه د اروپايي ټولنې په کوربهتوب جوړه شوې ده.
په پیغام کې راغلي چې په دې ناسته کې د سلوونیا، تاجکستان، قزاقستان، قرقیزستان او ترکمنستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.
دوی ټینګار کړی چې د افغانستان په تړاو یو ګډ سیمهییز لیدلوری مهم دی او ګډه همغږي باید پیاوړې شي.
Views: 10