د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع متحده ایالتونو ته رسېدلی او ټاکل شوې سبا د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
الجزیرې راپور ورکړی چې الشرع شنبه ماښام د امریکا متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلی او ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
دا په ۱۹۴۶ کال کې د سوریې له خپلواکۍ وروسته امریکا ته د دغه هېواد د یوه ولسمشر لومړنی رسمي سفر دی.
د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې تمه کېږي الشرع د دغه سفر پر مهال هغه تړون چې له مخې یې سوریه د داعش پر ضد نړۍوال ایتلاف ته ورګډېږي، لاسلیک کړي.
سرچینې لیکلي چې واشنګټن په دمشق ښار کې د یوې پوځي اډې جوړولو تیاری نیسي څو هغه امنیتي تړون چې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی، پلی کړي.
د راپور د معلوماتو له مخې، الشرع غواړي د سوریې بیارغونې لپاره چې په ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه کې ویجاړه شوې، مالي مرستې ترلاسه کړي.
نړۍوال بانک د سوریې د بیارغونې لګښت لږ تر لږه ۲۱۶ میلیارد ډالر اټکل کړی او دا یې یو «محافظهکارانه اټکل» بللی دی.
Views: 1