د راپورونو له مخې، د «دفاعي ځواکونو د رییس» د څوکۍ رامنځته کول او د ګډو ځواکونو د مشر د څوکۍ لرې کول د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۳مې مادې په وړاندیز شوي تعدیل کې شامل شوي؛ هغه اقدام چې د مخالفینو په خبره، ښايي د ځواک توازن نور هم د پوځ په ګټه بدل کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت پرون (شنبه) د اساسي قانون ۲۷مې اصلاحي لایحې د تمې وړ مسوده مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.
سرچینه لیکي چې دغه مسوده د هېواد عالي پوځي مشرتابه ته پراخ واکونه او امتیازات ورکوي چې د اساسي قانون له ملاتړ به برخمنه وي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۴۳مې مادې لپاره وړاندیز شوي مهم بدلونونه په لاندې ډول دي:
- د پوځ رییس به د «دفاعي ځواکونو رییس» په توګه وپېژندل شي او د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو په سر کې به ځای ولري.
- د مرکزي قوماندانۍ د رییسانو کمېټې (CJCSC) د ریاست څوکۍ به له منځه یووړل شي.
- د «ملي ستراتیژیکي قوماندنۍ قوماندان» په نوم یو پوست به رامنځته شي.
- ولسمشر به له لومړي وزیر سره په مشوره د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواکونو مشران ټاکي.
- د مادامالعمر اساسي قانون ملاتړ به پنځهستوريز افسرانو ته ورکړل شي.
ډان ورځپاڼې د «رامنځتهکېدونکی توپان» تر سرلیک لاندې لیکلي چې حکومتي مسوولین او ځیني قانونجوړوونکي دغه یو نوی اقدام ګڼي چې موخې یې د قوماندې د ميکانیزمونو عصري کول او په دې وروستیو میاشتو کې د ترسره شوو فوقالعاده ارتقاوو رسمي کول دي.
خو سرچینه زیاتوي چې دغه وړاندیز په اسلاماباد کې د سیاسي جنجال څپه راپورته کړې ده، داسې چې مخالف ګوندونه او د مدني حقونو ډلې خبرداری وکوي چې دغه اقدام ښايي د ځواک توازن د پوځ په ګټه او د مدني بنسټونو پر زیان بدل کړي.
Views: 1